خبرپاڼې

ملي تدارکاتو کمېسیون کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو پر استفادې زیات ټینګار

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ۱۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱،۲۳میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۶ تړونونه منظورکړل.

ملي دفاع وازرت په درې لاټونو کې د ښه کیفیت وطنۍ پلوي وریجو د تدارک پروژه کې د داوطلب شرکتونو د یو ډول بیو په اړه د تصمیم نیولوپه خاطر، د پېشنهاد د منظورۍ غوښتنه وکړه چې له هراړخیزو بحثونو وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.  سربېره پر دې د پوهنې وزارت اړوند د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې له ټولو وسایلو سره د ۱۲ ټولګیولرونکي اشتو ښوونځي د ودانۍ جوړولو پروژه د یاد وزارت او ملي تدارکاتو ادارې د هراړخیزې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه.

خو د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د ا.ا.ج د عملیاتي او حمایوي انکشاف ادارې اړوند د خدماتو ریاست د ۲۲ قلمه تازه مېوو د تدارک پروژې قرارداد د ورکړې د منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو ادارې رد او دې بنسټ ته یې دنده وسپارله د اړتیا وړ ټولې مېوې دې له داخلي محصولاتوبرابرې کړي. د پوهنې وزارت اړوند د ۱،۹ میلیون درسي کتابونو د برابرولو او چاپ پر پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس غني پوهنې وزات ته د یادې پروژې د هراړخیزې څارنې او په هېواد کې د یادو کتابونو د چاپ لارښوونه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بیې کموالي سره د افغان ټېلې کام د انټرنتي بندویت د تعدیل د منظورۍ غوښتنه وکړه چې تائید شوه، خو کمېسیون لهSKYTECH شرکت سره د شفافیت او شرکتونو ترمنځ د سیالۍ په خاطر د تدارکاتي پړاوونو د پیل په موخه، د دغه وزارت وړاندیز رد کړ. جمهوررئیس مالیې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته لاښوونه وکړه چې په هېواد کې د انټرنټ د بیو د کمولو او کیفیت لوړولو په موخه د انټرنیټي اسانتیاو رامنځته کوونکو هېوادونو سره خبرې وکړي.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت له غزني څخه کندهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو پروژې تړون کې د پرداختونو روش کې د تعدیل د منظورۍ غوښتنه وکړه چې کمېسیون تائید کړه. د غونډې په بله برخه کې د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه پړاو کې د اب کیلي، تنګي شادیان، شاه عبدالله او شورابه پروژو د ډېزاین او ساختمان د تدراکاتي پړاونو د ردولو د منظورۍ غوښتنه وکړه او د ډیزاین او ساختمان په بڼه یې د پورته یادو پروژو د تدارکاتي پړاونو د بیا پیلولو په اړه وړاندیز وکړ چې له هر اړخیزو ارزونو وروسته منظور شو.

د غونډې په پای کې له اجنډا سره سم د کمېسیون غړو په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د صحیه قومندانۍ د اړتیا وړ د ۱۸۶ قلمه لابراتواري ریجنټونو او طبي محلولاتو پروژې د قرارداد په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې د تحقق پر راپور بحث وکړ چې تائید شو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ