نړۍ

د عمران خان خور د روغتون په خیراتي پیسو جایدادونه اخیستي

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان د شوکت خانم روغتون لپاره د خیرات په ټولو کړیو پیسو بهر کې ځان ته جایدادونه اخیستي دي.

د پاکستان د حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د فساد د تورونو پر دوام ځینو سیاسي مشرانو د لومړي وزیر خور په فساد تورنه کړې او ویلي یې دي چې هغې د روغتون لپاره د خیرات په راټولو کړیو پیسو بهر کې ځان ته جایدادونه اخیستي دي. خو علیمې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

هغې د جایداد اخیستلو د خبرې په تایید سره ویلي چې دا جایدادونه یې د روغتون په پیسو نه بلکې له خپلې شخصي پانګې اخیستي دي.

ویل کېږي چې نوموړې دغه جایدادونه په دوبۍ او نیوجرسي کې اخیستي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه