افغانستان

ولسي جرګې پر اسدالله خالد د تورونو په اړه غبرګون وښود

ولسي جرګه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد په تړاو د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان د څرګندونو په غبرګون كې وايي، دا كار د افغان غوره شخصيتونو د بدنامولو لپاره د يوه سياسي پروګرام برخه ده.

دغه سازمان خالد د كندهار او غزني د واليتوب په مهال له بشري حقونو په سرغړونو تورن كړى او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه كړې ده.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي په نننۍ غونډه كې د خالد په تړاو د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان څرګندونې بې بنسټه وبللې.

د هغه په وينا، افغانان وړ او پوه كسان په سمه توګه بېلوي او پېژني يې.

د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان په راپور كې راغلي، اسدالله خالد په کندهار کې د واليتوب په وخت شخصي زندانونه لرل او د ماموريت له پيله يې تراوسه يو شمېر کسان ورک دي.

سرچينې نوموړى له ښځو سره په ناړه چلند او د هغوى په جنسي ځورونې هم تورن كړى دى.

%d bloggers like this: