نړۍ

راتلونکې میاشت د چابهار په اړه درې اړخیزه غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د چابهار بندر په اړه د دریو شریکو هېوادونو، افغانستان، هندوستان او ایران تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د دې بندر د هوکړه لیک له لومړۍ تعقیبي ناستې وروسته اوس ټاکل شوې چې په فبروري میاشت کې د یادو هېوادونو تر منځ بله ناسته هم جوړه شي.

د حکومتي چارواکو په وینا په دې ناسته کې به تر ډېره له چابهار بندره د اغېزمنې ګټې اخیستنې په تړاو بحثونه وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، له دې ناستې نه یې موخه دا ده چې څنګه کولی شي له دې لارې د افغاني محصولاتو د صادراتو لپاره ګټه پورته کړي.

نوموړي وویل چې د غونډې ځای تر اوسه معلوم نه دی.

%d bloggers like this: