لوبې

سويلي افريقا پاکستان په ټيسټ سيريز کې کلين سويپ کړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سويلي افريقا کرېکټ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په ټيسټ سيريز کې په ۳-۰ ماتې ورکړه او پاکستان يې کلين سويپ کړ.

د سويلي افريقا په جوهانسبرګ ښار کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دريمه ټيسټ سيالۍ ترسره شوه چې پاکستان په کې د ۱۰۷ منډو په توپير ماتې وخوړه.

سويلي افريقا لوبډله د سيرز په بريا سره په نړيوال جدول کې نيوزېلنډ او انګلستان لوبډلې وروسته کړې او په دويم نمبر شوه.

دا ډول پاکستان لوبډله چې له سرېلنکا سره يې ډير لږ توپير درلود په پرلپسې ماتو بالاخره له سرېلنکا څخه وروسته اووم نمبر ته ښکته شوه.

په نړيواله درجه بندۍ کې په لومړي نمبر هند لوبډله ده چې ۱۱۶ پواينټونه لري، په دويم نمبر سويلي افريقا له ۱۱۰ پواينټونو سره، په دريم نمبر انګلستان له ۱۰۸ پواينټونو سره ده او په څلورم نمبر نيوزېلنډ لوبډله د ۱۰۷ پواينټونو سره، البته پاکستان لوبډله له شپږم څخه اووم نمبر ته ښکته شوه چې اوس ۸۸ پواينټونه او سرېلنکا ۸۹ پواينټونه لري.

 

د يادونې ده چې پاکستان لوبډلې په خرابه توپوهنه د سويلي افريقا پر وړاندې درې پرلپسې سيالۍ وبايللې او کلين سويپ يې وخوړ چې د يوې لوبډلې لپاره د شرم خبره وي‌.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سويلي افريقا پاکستان په ټيسټ سيريز کې کلين سويپ کړ

سرچینه: نن ټکی اسیا