افغانستان

حکومتي چارواکي باید خلکو ته ستونزې جوړې نکړي- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس وايي، چې د ملي وحدت حکومت چارواکي باید د مسوولیت تر وروستۍ ورځې پورې په ورځنیو سیاسي چارو کې ملت ته د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې ستونزې جوړې نکړي.

که څه هم، چې د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدل د هرې ورځې پر تېریدو را لنډيږي؛ خو د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس وايي، چې چارواکي باید د خپلې کارې دورې تر پایه ملت ته د خدمت رسولو په لټه کې وي.

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله له حکومت دارۍ سره د تړاو په اړه وایي؛ حکومت مسوول دی، چې خلکو ته خدمات وړاندې او خپل مسوولیت تر سره کړي.

اجرايي رييس څرګنده کړې، چې په کور د ننه بیځایه شوې کورنۍ له سختو کړاوونو سره مخ دي او د ستونزو حل ته یې باید لومړیتوب ورکړ شي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې حکومت د بیځایه شویو او له بهره د راستنو شویو کورنیو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ستونزې حل کړي.

چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هرې ورځې پر تېریدو پر حکومت د خلکو باور هم کمیږي.

%d bloggers like this: