افغانستان

پولیس د کندهار ــ ارزګان او ــ شبرغان ــ مزار شریف په لویو لارو مسافرین ډبوي

یو شمېر مسافر، چې د کندهار ــ ارزوګان او شبرغان ــ مزار شریف په لویو لارو سفر کوي، وايي: دوی د یو شمېر وسلوالو او ترڅنګ یې د پولیسو له لوري ډبول کیږي.

یاد کسان وايي: دواړه لویې لارې تر وروستي حده نا امنه شوې، چې د وسلوالو ترڅنګ یې پولیس هم عاملین دي.

دوی زیاتوي: د جوزجان او بلخ ترمنځ په لویه لار کې ناامني هغه مهال ډېره شوه، چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو پوستې ویجاړې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تیره ورځ هم په یاده لویه لاره د سوداګرو ۲۲ بار وړونکي موټرونه له ځان سره بیولي دي.

د دې ترڅنګ د ارزګان ولسي خلکو رسنیو ته وویل: د کندهارـ ارزګان پر لویه لار یې پولیس وهي، سپکې سپورې ورته وایي او غیر قانوني پیسې ورڅخه اخلي.

دوی زیاتوي، چې له امنیتي منسوبینو هم تر پوزې راغلي؛ ولایتي ادارې ته یې شکایت کړی؛ خو څوک یې غږ نه اوري.

د دوی په وینا: کله چې کندهار ته سفر کوي؛ ځان خوندي نه احساسوي او ډار ورسره وي، چې څوک به یې ووژني، شتمني به یې ولوټي او دوی ته به هم بې ناموسي ور واړوي.

د ارزګان ولایتي شورا هم د خلکو ستونزې مني او له دولته غواړي، چې د ارزګان ــ کندهار لویې لارې پر سر مېشت پولیس دې له دندو لېرې کړي.

%d bloggers like this: