افغانستان

د سولې شورا مشران له معاش پرته نږدې نیم میلیون افغانۍ د دسترخوان په نوم اخلي

په داسې حال کې چې د سولې د عالي شورا پر ارزښت او د دې شورا پر کارونو او لوړو لګښتونو نیوکې زیاتې شوې او خلک یې یو بې ګټې ارګان بولي، تازه تر لاسه شوې شمیرې ښیي چې د دغې شورا هر غړی د میاشتې سلګونه زره افغانۍ د دولت له بودیجې ترلاسه کوي.

پژواک خبري اژانس ویلي، د دغې شورا رئیس کریم خلیلي ته ۴۷۸ زره افغانۍ او د دارالانشاء د رئیس یې ۴۵۸۰۰۰ (څلور لکه اته پنځوس زره افغانۍ) له تنخوا پرته یواځې د دسترخوان په نوم ورکول کيږي.

دغه راز دواړه رئیسان درۍ- درۍ موټرې لري چې هر یوه ته یې د تیلو په نوم ۲۸ – ۲۸ زره افغانۍ حواله دي.

سرچینې وایي، له دغې شورا څخه زیاتې پیسې اکرم خپلواک او کریم خلیلي تر لاسه کړې دي، چې د خپلواک ځای اوس عمر داودزي نیولی او خلیلي لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

په ټوله کې د یادې شورا د ۷۲ تنو کارمندانو د معاش، دسترخوان او تیلو میاشتنی لګښت ۲۶ میلیونه افغانۍ ده چې په کلنۍ توګه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي.

له پورته شمیر پیسو څخه هره میاشت د ۷۲ تنو کارمندانو دسترخوان ۷،۱ میلیون افغانۍ ورکول کیږي.

د دسترخوان په نوم تر ټولو کمې پیسې (۴۱۰۰۰ زره افغانۍ) ۴۳ تنه غړي تر لاسه کوي چې له میاشتنۍتنخوا څخه علاوه پیسې دي.

پژواک د یو سند تر مخه وایي، د دغې شورا رئیس،۵مرستیالان اود اجرایه پلاوي د ۱۸ غړو په ګډون د دغې شورا ۵۰۰ کارمندانو ته په کلنۍ توګه ۲۱۶ میلیونه افغانۍ ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د میرمنې( رولا غني) دفتر په کال کې ۲۱ میلیونه ډالره لګښت لري چې معادل یې تر ۱۵۰۰ میلیون افغانیو  اوړي.

پژواک زیاتوي، د ۵۰۰ کسانو له ډلې لوړترین معاش ۲۱۳ زره افغانۍ او ټیټ ترین یې ۱۴۰۰۰ افغانۍ ده، دغه راز د شورا صفاکاران هم ۱۸ زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې یو دولتي مامور له ۶۵۰۰ تر ۷۵۰۰ افغانیو معاش لري.

د سیاسي چاروشنونکي وایي، دغه شورا باید پر خپلو فعالیتونو او دومره لوړو مصارفو وشرمیږي چې د دومره زیاتو مصارفو سربیره لا هم کومه لاسته راوړنه نه لري او ټول فعالیتونه یې له صفر سره برابر دي.

ولسي جرګې او ګڼو سیاسي جریاناتو په وار وار د دغې شورا لغوه کیدل غوښتي خو تر اوسه حکومت له دې امله چې تمویل یې تر ډیره بهرنیان کوي، د یادې شورا په لمنځه وړلو نه دی توانیدلی

%d bloggers like this: