کلتور او ادب

بوټونه او جرابې ( لنډه کیسه) لیکوال/ محمد خالص ادیب

د کوټې ښیښې خوله کړې وه، رازما په غېږ کې د تنکۍ ماشومې بوټ نیولي و، د ښي لاس دې شهادت ګوته یې په ښیښه اېښې وه، د واړه ماشوم څېره یې رسموله، ښه شېبه له ځان سره بوخته وه، کله به یې چې د سترګو ډونډونه له اوښکو را ډک شول، رڼه څاڅکي به یې په اننګو راوغړېدل، په غومبورو به یې ګروپ ته نرۍ لیکه تازه ښکارېده، د بېلتون شېبې بېخي ورته سختې وې، ما څه کړي وای ایا د خدای په دغه فیصله مې خط کېکاږلی شوای؟ ایا تر خدای زه ښه پوهېدم؟ که مې مداخله کړې وای زما خبره به یې منلې وای؟ صرف یوه دعا راپاتې وه، هو دعا، یوه دعا راپاتې وه، زه د دې دغه له درده ډکو شېبو زورلم؛ خو هېڅ مې نشوای کولای!

ماشومه یې غېږ ته ورنږدې کړه د خاوند وروستۍ مکالمه یې ورپاده شوه:

  • “اته میاشتې وروسته یې راولم”

نجلۍ وژړل، په تندي یې لاس ورکېښود، ناروغه وه، پورته شوه، دوا یې راواخیسته، بوتل یې له نظره تېر کړ، دا د تبې شربت نه و، بل یې راواخیست تاریخ یې تېر و، ورو یې له ځانه سره وویل:

  • “وئ!!! هغه نوی شربت خو مې هلته اېښی”

په ځمکه یې څملوله، پورته شوه، یو دم یې وژړل، رازما منډه کړه، شربت یې راواخیستل، په وړه ژبه یې ورته وویل:

  • “مرغۍ والوته، کوتره والوته… “

ماشومې د ارام ساه واخیسته، دې له شربتو قاشوغه ډکه کړه، د لورکۍ په تندي یې لاس کېښود، د ګرمۍ احساس یې وکړ، لترۍ یې وهلې وې، ښی ورون یې راپورته کړ، ماشومه داسې شوه تا وا په څوکۍ کې ناسته ده، غومبوري يې په دوو ګوتو کې پرې ونیول، فشار یې ورکړ، له شونډو یې حلقه جوړه شوه، قاشوغه ورنږدې کړه، هغې وژړل، دې یې له شونډو رابهېدلې لاړې په ټکري پاکې کړې، تي ته یې واچوله، ملا اذان وکړ، شپه یې په رڼو سبا کړه، نجلۍ لږ وروسته ویده شوه، ورو یې واخیسته تر بړستنه لاندې یې کړه، رازما پورته شوه، له کوټې ووته، بېرون په برنډه کېناسته، پښې یې کښته واچولې، په چورت کې ناسته وه، شونډې یې په غاښونو چیچلې، د دروازې کړپ شو، مرغۍ والوتې، پورته یې ترپ کړل، سترګې یې رډې ـ رډې راوختې، د هلکانو چیغې شوې، پوه شوه چې وړکي جومات ته ځي، رازما د کړکۍ څنګ ته راغله، لورکۍ یې له نظره تېره کړه، ویده وه، د سبایي لمر سترګکونه وهل، چا ورته مخامخ نشوای کتی، د حویلو په دېوالونو یې د بېلتون رنګونه ښیندلي و، مور یې غږ وکړ:

  • “راشه رازمکې چای وڅکو”

دې وچي شونډې وخوځولې:

  • “درغلم”

هغې بیا کړل:

  • “نو څه ته ګورې”

رازما یوه شېبه غلې وه، وروسته یې کړل:

  • “ودر! مخ ته یوه لپه واچوم”

د لمر له راتګ سره شبنم ورو ـ ورو مخه ښه کوه، ونو پانې توږلې، باد د یوازیتوب سندرې زمزمه کولې، کوټې ته ننوته له واړه نیولې ـ په زاړه ختمه د واړه په سترګو کې یې مرثیې لوستې، زړونه یې ډک و؛ خو یو بل ته یې څه نه ویل، پیاله یې له چایو ورته ډکه کړه، د ډوډۍ ژۍ یې ور ماته کړه، ګیلاس یې شونډو ته ورنږدې کړ، لورکۍ یې راویښه شوه، و یې ژړل، راپورته یې کړه، غېږ ته یې واچوله، په خور یې غږ وکړ، هغې ګرمې اوبه ورته جوړې کړې، د چایو ډکه پیاله ورڅخه پاتې شوه، لور یې پرېمېنځله، نوي کالي یې ورواغوستل، لجلوم لرګی یې په سلاحي کې غوټه کړ، د نجلۍ له بڼو لاندې یې ورو ورتېر کړ، نجلۍ د چپ لاس په څټ سترګې وموښلې، باڼه یې له یو بل جدا کړ، له سترګو یې توره تازه حلقه تاوه شوه، د دروازې ټک ـ ټک شو، مور یې له کوټې بهیر شوه، د رازما پخوانۍ خواښې وه، یوه دوې یې ورسره ونه کړه، په تنده یې وویل:

  • “په جلکۍ پیسې راغلې یم”

مور یې ورغبرګه کړه:

  • “لږ وروسته یې بوځه اوس یې پرېمېنځله”

هغې په تنده ځواب ورکړ:

  • “نه ـ نه؛ بد یې کړل”

مور یې راونه شوه، کوټې ته ننوته، پټه خوله ودرېده رازما ورته وویل:

  • “دا وه؟”

هېڅ یې ورته ونه ویل هغې بیا کړل:

  • “که چې دا وه؟؟؟”

په بڼو یې د “هو” اشاره ورته وکړه، رازما یې لور ته وکتل، هغې یې په سینه منګولې خښې کړې وې، ساعتري یې کاوه، له ځانه سره بنګېده، هېڅ یې په ژبه نه پوهېدل چې څه به یې ویل؛ خو د رازما زړه نه کېده چې بېرون ووځي، خواښې یې بیا دروازه وټکاوه، مور یې ورغله، هغې په تنده وویل:

  • “زر هغه جلکۍ راوبسئ”

رازما له کړکۍ څاره، مور یې ورته راغله، د رازما له غېږ یې نجلۍ کش کړه، هغې وژړل، تر وره یې وایسته، دې منډه واخیسته، جرابې او وړوکو بوټونو ته یې لاس کړ، بېرون ته ووته، ور نارې یې کړې:

  • “دغه بوټ او جرابې یې ورپښو کړئ یخ دی”

خواښې یې ورنارې کړې:

  • “د تاسې خیشتو ته نه ده اېتیاجه خپله ورته خلو”

بېرته راغله، د کړکۍ له څنګ سره ودرېده، په لاس کې یې وړوکي بوټونه او جرابې کلکې نیولې وې، ګوته یې ښېښه باندې کېښوده، د انځور شوې نجلۍ انځور ته بوټونه ورکول(رسمول) د پخواني خاوند خبرې وریاد شوې:

  • یوه ـ دوه ـ درې ته په ما طلاق یې، اته میاشتې وروستې دا هم در څخه راولم

و یې ژړل، له ځانه سره یې بیا وویل:

  • کاش په کال کې یې یو ځل ووینم

بېرته غلې شوه، په هماغه ښيښه کې یې انځور شوې نجلۍ انځور ته کتل.

(پای)

سرچینه: تاند