افغانستان

پارلماني ټاکنې: د کابل لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر: ګلاجان عبدالبدیع

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر عبدالبديع صياد څو شيبې وړاندې د کابل د ولسي جرګې بريالي نوماندان اعلان کړل.

نژدې درې مياشتې وړاندې د افغانستان پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې له هغې وروسته د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې خو د کابل ولايت ټاکنو پايلو د څو ځلې ځنډېدو وروسته نن اعلان شوې.

د کابل ولايت د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو له امله د ټاکنو پر خپلواک کميسيون تورونه او نيوکې زياتې شوې چې له امله يې د کابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسيون ټول کارکوونکي له دندو ګوښه شول او په ځای يې نوي کارکوونکي وټاکل.

د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر د کابل نوماندانو هم د ټاکنو خپلواک کميسون د پارلماني ټاکنو په پروسه کې په درغلۍ او فساد تورن کړي دي خو د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په دې پروسه کې له شفافيت څخه کار اخيستل شوی دی.

د کابل ولايت په لومړنيو پايلو کې

ـ حاجى اجمل رحماني
– قيوم خيرخواه
– فدا محمد الفت صالح
– جاوېد جيحون
– رمضان بشر دوست
– خان آقا رضائي
– اميرگل شاهين
– غلام حسين ناصري
– ملا محمد خان احمدي
– الله گل مجاهد
– امان الله گذر
– سيد محمد محمدي
– خان وردگ
– قاضي مير افغان صافى
– اجمل گلاب
– ضياء عظيمي شينوزاده
– عبيدالله كليمزى
– توفيق وحدت
– حفيظ الله جليلي
– فرهاد صديقي
– انورخان اورياخېل
– حاجى زړگى حبيبي
– حبيب الرحمان سياف
– نجيب الله ناصر
– فاطمه نظري
– مرسل نبي زاده
– شينكۍ كروخېل
– روبينا جلالي
– مريم سما
– سليمه نكبين
– زهره نوروزي
– پروين درانۍ
– فوزيه ناصريار

د برياليو نوماندانو په توګه ياد شوي دي.

%d bloggers like this: