افغانستان

جوزجان: ۶اربکیان وژل شوي او ۷ پاڅون کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي

د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې طالبانو ۶اربکیان وژلي او د پوستې ټول وسایل یې ترې وړي دي.

تېره شپه طالبانو د اقچې ولسوالۍ په چکوچ سیمه کې د خیر ایشک په نامه پر یوې پوسته برید کړی، چې پکې شپږ اربکیان وژل شوي او ګڼې سپکې او درنې وسلې ترې طالبانو وړي دي.

له بل لوري د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ ولسوال الف شاه وايي، تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې ۷ پاڅون کوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي او پوسته یې ورته پرېښې ده.

د ولسوال په خبره، یاد پاڅون کوونکو د بېزجګ په نامه پوسته کې دنده ترسره کوله، چې له خپلو ټولو وسایلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

طالبانو تېره میاشت اعلان کړی، چې د تېرکال میلادي کال په اخېري میاشت کې د دولت سلګونه کسانو خپلې دندې پرېښې او ددوی لیکو ته ورغلي دي.