افغانستان

۱۰۰۰تنه امنیتي سرتیري د طالبانو د سولې پروګرام سره یوځای شول

طالبانو په ډاګه کړې چې د امنیتي سرتیرو ټولو هغو منسوبینو ته هرکلی وایي چې د ګډ حکومت له لیکو جلا او ددوی د سولې پروګرام سره یوځای کیږي. 

په یوه اعلامیه کې طالبانو ویلي چې تیره میاشت ۹۹۰ تنه امنیتي منسوبین د حکومت له صف څخه راجلا شوي او له خپل ولس سره یو ځای شوي دي. 

د طالبانو اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغو امنیتي منسوبینو مختلفې وسلې او ګڼ شمېر وسایط طالبانو ته وسپارل او امریکایانو او کابل ادارې سره له کار کولو یې بېزاري اعلان کړه او وعده یې وکړه چې راتلونکي کې به طالبانو سره اوږه پراوږه د امریکایانو او د هغوی په لاس جوړ رژیم پر ضد هر اړخیزه  مبارزه کوي. 

طالبانو د امریکا په ضد خپل روان جنک ولسي پاڅون بللی او وایي چې امریکایانو او کابل ادارې سره کارکونکي دې نور داسلام او هیواد پر ضدله جګړې لاس واخلي، د خپلو ارزښتونو او ملي منافعو دفاع ته ور وړاندې شي، او د طالبانو په مشري روان ولسي پاڅون سره ملګري شي. 

د خپل روان جنګ موخه، طالبانو د هیواد ازادول او د بهرنیانو شړل ښودلي او په هیوادوالو یې غږ کړی چې دغه بهیر سره ملګري شي. 

د یادونې وړ ده چې تیرکال امریکایانو اعلان وکړ چې د افغانستان د وسلوال پوڅ لس سلنه منسوبین کم شوي دي. 

همداراز، ولسمشر اشرف غني ویل چې تیرو ۳ کلونو یواځې ۲۸۰۰۰ سرتیري جنګونو کې تلف شوي او دا چې څومره زخمیان شوي او څومره تسلیم یا اسیران شوي نه دي مالوم.