افغانستان

کابل: د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو پر کمپ چاودنه او برید شوی

څو شیبې وړاندې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو په یو کمپ موټر بم چاودنه او وروسته برید شوی.

لومړني معلومات ښیي چې چاودنه د ملي امنیت د ۹۹۹ قطعې سره نږدې د بهرنیو ځواکونو په کمپ ترسره شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې.

د چاودنې دقیق ځای د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هواشناسي په سرک د میدان هوایي ترڅنګ د بهرنیانو په کمپ ښودل شوی.

د صحت وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې پدغه چاودنه کې تر څلویښت تنو پورې مرګ ژوبله اوښتې چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه د تلفاتو او چاودنې په اړه څه ندي ویلي چې څومره مرګ ژوبله یې اړولې.

د برید مسئولیت لا کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.