افغانستان

د پاکستان د بورسونو د امتحان مهالویش اعلان شو!

په کابل کې د پاکستان سفارت د لسانس د بورسونو د امتحان مهالویش اعلان کړ. د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې له لارې ویلي چې د ۲۰۱۹ز کال بورسونو امتحان به د ۲۵ څخه تر ۲۸ جنوري پورې په کابل، جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې واخیستل شي.

په کابل کې به امتحان کندهار هال انټرکانټیننټل هوټل کې اخیستل کیږي او په ولایاتو کې به د امتحان مرکز وروسته اعلان شي.

د پاکستان بورسونو کې د اجتماعي علومو سربېره، طب، انجنیري، اداره، کمپیوتر ساینس او نورو پوهنځیو ته محصلین معرفي کیږي.

د پاکستان سفارت له ټولو کاندیدانو/محصلینو غوښتي چې د رول نمبر پر اساس دې پر ټاکلې ورځ امتحان ته حاضر شي او له غیرحاضرو په بله ورځ امتحان نه اخیستل کیږي.

پي ډي ایف فایل پښتو

https://m.facebook.com/groups/253084555198608?view=permalink&id=518803175293410

پي ډي ایف فایل انګلیسي
https://www.facebook.com/groups/253084555198608/permalink/518803415293386/

د وین سکالرشیپ پانې څخه په مننې سره

%d bloggers like this:
/* ]]> */