افغانستان

زلمی خلیلزاد له چین څخه کابل ته ستنیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د یو شمیر هیوادونو په سفر راوتلی چې پیل یې له هند څخه وکړ.

خلیلزاد په هند کې له ګڼو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او د افغان سولې برخه کې یې د هند رول مهم وباله، له هغه ځای وروسته چین ته ستون شو.

خلیلزاد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې په بیجنګ کې یې ملاقاتونه په کامیابی سره ترسره شوي او اوس له چین څخه د افغانستان په لور روان دی.

خلیلزاد ویلي د داسې سولې هڅه کوي چې افغانستان ته بیا تروریزم راونه ګرځي چې پدغه اړه یې بیجنګ د چین له لوړپوړو مقاونو سره ملاقاتونه مهم او ګټور وو.

هغه به له افغانستان وروسته پاکستان ته راځي او د افغان سولې په اړه به له پاکستاني مقاماتو سره ګوري.

د خلیلزاد د دغه سفر په دوران کې تر اوسه نده معلومه چې هغه به له طالبانو سره و ویني کنه خو د تیرې چهارشنبې او پنجشنبې ورځې ښودل شوې وې چې طالبان او امریکایي اشتاځي به په قطر کې ناسته ولري چې بیا دغه ناسته وځنډیده.

%d bloggers like this:
/* ]]> */