کلتور او ادب

غزل/ سپوږمۍ خرم

تا ویل ماته داســـــې مه وایه نور
زه چې څــــه نه وايمه ته وایه نور

خوله او زړګې می درله دواړه درکړل
درکړمه ګــــــــرانه درله څه وابه نور

نامه مې مـــــه اخله بد نامه به شم
خیر دې چې وایې نو د زړه وایه نور

دهجران غم خـــو دی له مخه څاڅي
ته دې حــــــالات دژونــدانه وایه نور

دلته ژوند داسې انسانيت داسې دى
ژوند راته ته دپښــــــــــتانه وايه نور

دسپوږمۍ نور کې به نور څه نه وايې
نور چــــــې هر څه وايې خه ښه وايه نور
سپوږمۍ

%d bloggers like this:
/* ]]> */