افغانستان

ګډو ځواکونو په پکتیکا او زابل کې ۸ تنه ولسي هیوادوال وژلي

راپورونه وایي چې افغان او امریکایي ځواکونو د خپلو بشرضده جنایاتو په دوام د پکتیکا ولایت په ارګون او د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې ۸ تنه ولسي هیوادوال د شپنیو چاپو پر مهال شهیدان کړي دي.

خبر زیاتوي، تیره شپه امریکایي ځواکونو د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ بدرخیل، مګړخیل، علي شاه خیل او جانجیخیلو سیموکې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې.

سیمیزې سرچینې وایي ګډوځواکونو دکلي د ملا امام په ګډون ۶ تنه کلیوال شهیدان کړي او شپږ نور یې د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي دي.

ګډو عسکرو دغه راز د ولسي خلکو ۵ کورونه په مکمل ډول ویجاړ کړي او سامانونه یې هم ترې لوټ تالان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د یادې ولسوالۍ په “دره“ سیمه کې ۶ تنه بې دفاع هیوادوال د ګډوځواکونو د شپنۍ چاپې ښکار شوي وو.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونو دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند سیمه کې د لوبو پر میدان بمبارۍ کړې چې دوه تنه کلیوال ځوانان یې ځای پر ځای شهیدان کړي دي.

پیښه د“ګاجوی“ په نامه سیمه کې را منځته شوې او د سیمیزو خلکو په وینا چې د برید پرمهال په سیمه کې هیڅ وسلوال مخالف شتون نه درلوده.

تر دې یوه ورځ وړاندې د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې هم ۱۰ تنه بېګناه ولسي هیوادوال د ګډوځواکونو له خوا شهیدان شوي وو.

دولتي چارواکو د تیر په څیر د دې بریدونو په هکله هم د څه ویلو جسارت نه دی کړی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */