افغانستان

طالبان وايي له امریکا سره خبرې په ټپه ولاړې دي

طالب سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې له څه مودې راهیسې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي او هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

دغه سرچینې د نامه نه ښودو په شرط ویلي، وروسته له دې چې په سعودي عربستان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ترسره کېدونکې غونډه لغوه شوه، نو ددواړو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي او دا لا نه ده په ډاګه شوې چې راتلونکې غونډه به کله او چېرته ترسره کېږي.

طالبانو تېره اونۍ له امریکا سره په جده کې ترسره کېدونکې غونډه لغوه کړه. دوی وویل، پر طالب استازو فشارونه دي چې باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي خو دغه ډله یوازې له امریکا سره خبرې کوي.

امریکا هم هڅه کوي طالبان مخامخ له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي، خو تر دې دمه په دې کار کې بریالي شوي نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د وروستۍ څرګندونې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */