افغانستان

فضل الرحمن له خپلو خبرو په شا شوی؛ طالبان دې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره سوله وکړي

طالب پلوه ملا له خپلو خبرو اوښتی دی او پر طالبانو یې غږ کړی چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

ملا فضل الرحمن چې تل به یې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد بلله په نوې مرکه کې ویلي چې طالبان له افغان حکومت سره جګړه کوي، نو خبرې هم باید له دغه حکومت سره وکړي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو ځکه طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

فضل الرحمن همدا راز د افغان جګړې په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې ده خو وایي چې اوس د جګړې په اړه د فتوا ورکولو وخت نه دی، ځکه دلته روانې جګړې افغانانو ته زیانونه اړولي دي او د ختمولو اړتیا یې ده.

فضل الرحمن تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې ملاتړی و. هغه به ویل روانه جګړه جهاد او طالبانو مشروع دفاع ده. خو اوس یې په نظر کې تغیر راغلی او دغه ډله یې له افغان حکومت سره سولې ته هڅولې ده.