افغانستان

په لغمان کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت پروژې پرانیستل شوې

 د لغمان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت دوې پروژې بشپړې او د دوو نورو کار پيل شو.

د چارواکو په خبره، په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، سربندونه او کانالونه شامل دي چې د سيمې زرګونو اوسېدونکو ته به يې ګټه ورسېږي.

د دغه ولایت د والي وياند اسدالله دولتزي ويلي چې يادې پروژې د والي اصف ننګ او ځینو نورو مسوولينو له لوري پرانيستل شوې.

هغه زياته کړې، په دغو پروژو کې د پل جوګي سيمې استنادي دېوال او د پاچا جوی د سربند رغول او د پاچا جوۍ او چهارده سيمو د کانالونو د رغونې د لړۍ پيل شامل دي.

دولتزي زياته کړې، د دوو نورو پروژو کار هم پيل شوی چې د پاچا جوی پر کانال ۶ ميليونه او ۶۱۰ زره افغانۍ او د چهارده پر کانال ۸۳۵ زره افغانۍ لګښت راځي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */