افغانستان

د کابل د تیرې شپې برید پړه طالبانو ومنله

په پلازمینه کابل کې د تیرې شپې د زورورې چاودنې او وسلوال برید مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی او ویلي یې دي چې په لسګونو بهرنیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، لومړی برید د لوی موټربم په توسط د بهرنیانو د کمپ منځ کې ترسره شو چې وروسته بیا څلور تنه وسلوال طالبان د بهرنیانو کمپ ته ننوتل او د څو ساعتونو لپاره یې په یاد پوځي کمپ کې پر بهرنیانو بریدونه وکړل.

طالبان وایي،  د لومړنیو معلوماتو له مخې یې په یاد برید کې لسګونه تنه بهرنيان او د هغوی داخلي همکاران وژل شوي دي.

بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت وایي، په برید کې څلور امنیتي کسان وژل شوي او تر ۹۰ ډیر ټپیان دي چې ۲۳ یې ماشومان او ۱۴ میرمنې دي،  چې ټول یې د شیشو د ماتیدو له امله ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د بهرنیانو په مرګ ژوبله چوپه خوله دی خو ځینې سرچینې د ۱۹ بهرنیانو وژل کیدل مني.

طالبانو په پیښه کې ملکي وګړو ته هم د واروښتي زیان پخلی کړی او ویلي یې دي چې له سیمې څخه لري په ځينو کورونو کې یو شمیر خلک د شیشو په ماتیدو سره سرسریز خوږ شوي دي، چې د برید هدف نه وو.

طالبانودغه راز ویلي، “ وار له مخه هم د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په کابل کې خلکو ته ویل شوي وو چې د بهرنیو ځواکونو له مراکزو، نظامي اډو، دفاترو او د کابل ادارې له نظامي ځایونو څخه لري ووسي، ځکه یاد ټول ځایونه د مجاهدینو تر هدف لاندې دي“

باید وویل شي چې په دغه سیمه کې بیلابیل بهرني دفترونه او میلمستونونه شتون لري چې  عامو ملکي خلکو ته د تګ راتګ او اوسیدو اجازه په کې نه ورکول کیږي

%d bloggers like this:
/* ]]> */