افغانستان

د بشري حقونو کمېسيون د سولې خبرو د پيل لپاره د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون رئيسه سيما سمر وايي، هغه سوله، چې په كې د خلكو په ځانګړې توګه د ښځو انساني كرامت خوندي نه وي، سوله نه، بلكې يوه لنډمهاله سياسي معامله ده، چې راتلونكې يې نه شي تضمينېدلاى.

نوموړې نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د سولې خبرو د پيل لپاره اړينه ده لومړى اوربند وشي، جګړه او بريدونه ودرول شي.

سمر له افغان ښځو د سولې د راوستلو لپاره د هڅو كولو غوښتنه وكړه

د هغې په وينا، افغان حكومت مكلف دى نه يوازې دا چې له طالبانو سره د سولې خبرې وكړي، بلكې داسې كارونه هم ترسره كړي، چې په هېواد كې تلپاتې سولې ته زمينه برابروي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون رئيسې د ښې حكومتولۍ تقويه كول، عدالت ته د خلكو د لاسرسي تضمينول، د بېوزلۍ كچې راټيټول او د خلكو او حكومت ترمنځ د باور رامنځته كول د سولې د راتلو لپاره بنسټيز كارونه ياد كړل.

سمر زياته كړه، سوله يوه اړتيا ده، خو د بشري حقونو ارزښتونه او عدالت بايد په كې تر پښو لاندې نه شي.
د نوموړې په خبره، ښځې بايد پرې نږدې، چې افغانستان ورته يو ځل بيا په زندان بدل شي.

يادې څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې په دې وروستيو كې د افغان سولې لپاره د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا هڅې ګړندۍ شوې دي.

%d bloggers like this: