افغانستان

په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن وواژه

د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، نن سهار د كابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو كې پر يوه كرولا ډوله موټر د چسپكي ماين چاودنه وشوه، چې له كبله يې موټر چلوونكى ووژل شو.

د نوموړي په خبره، د چاودنې په ترڅ كې ياد موټر اور واخيست او وسوځېد.

د پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

Tags
%d bloggers like this: