افغانستان

برېښنا شرکت: لا هم ۴میلیارده افغانۍ یې شرکتونه او خلک پوروړي دي

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، لا هم ۳زره شرکتونه او کسان یې پوروړي دي او د بیا ـ بیا غوښتنو سربېره یې هم تراوسه خپل پور اداء کړی نه دی.

د یاد شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، ډېر ژر به د برېښنا د لویو پوروړو د نومونو نوملړ له رسنیو سره شریک کړي.

د ده په خبره، لا هم درې زره شرکتونه او کسان د برېښنا شرکت پوروړي دي، چې نه غواړي خپل پورونه ورکړي.

ده وویل، د پوروړو کسانو نوملړ یې د درنو جرمونو ادارې ته سپارلی او په نږدې وخت کې به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته هم وسپاري.

توحیدي ګواښ وکړ، که یاد شرکتونه او کسان د خپلو پورونو په ورکړه کې ناغېړي وکړي؛ نو د درنو جرمونو د ادارې له‌خوا به ونیول شي.

د برېښنا شرکت وايي، په تېرو کلونو کې یې شااوخوا درې سوه میلیونه افغانۍ راټولې کړي؛ خو لا هم ۴ میلیارده افغانۍ پور یې پاتې دی.

په پوروړو کې ډېری لوړپوړي چارواکي او لوی شرکتونه دي، چې له کلونو ـ کلونو راهیسې د برېښنا شرکت پور ورکړی نه دی او نه پرې برېښنا پرې شوې ده.

%d bloggers like this:
/* ]]> */