افغانستان

حمدالله محب: د بهرنیانو په کمپ د شوي برید «غچ» اخلو

حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت شوراء سلاکار حمدالله محب وايي، د کابل پرونی برید ورته هیڅ د زغم وړ نه دی جدي پوښتنه به یې کوي او غچ به یې اخلي.

د ملي امنیت شوراء له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، هر څو ک چې د داسې وحشتونو تر شا لاس لري نور دې داسې فکر نه کوي چې بې پوښتنې او بې ځوابه به پاتې شي.

د ملي امنیت شوراء سلاکار وروسته تر هغه په ګواښونو لاس پورې کوي چې تېره ورځ ماښام په کابل کې د بهرنیانو په مهم مرکز «ګرین ویلیج» باندې موټربم حمله وشوه او څو تنه برید ګر یاد کمپ ته ننوتل.

د پېښې پړه طالبانو په غاړه واخسته او ادعاء یې وکړه چې لسګونه بهرنیانو ته یې مرګ زوبله اړولې، ذبیح الله مجاهد په یوې رسمي خبرپاڼه کې وویل چې «په یاد برید کې لسګونه تنه اشغالګر ځواکونه، د هغوی همکاران او ساتونکي له منځه تللي دي».

د کورینو چارو وزارت هم د یادې پېښې پخلی کړ او ویې ویل چې «په پېښه کې عامو خلګو ته دروند زیان اوښتی» خو ذبیح الله مجاهد بیا دا ډول خبرې ردوي او په وینا یې «په دې ځای کې عامو خلګو ته د تګ راتګ هیڅ اجازه نه ورکول کېږي، یوازې له برید څخه په لیرې ساحو کې د ځینو کورونو شیشې ماتې شوې چې د برید هدف نه وو».