افغانستان

طالبان: که امريکا په مذاکراتو کې رښتيني نه وي، روانې خبرې به ورسره وځنډوو

د طالبانو د مشرتابه دفتر رئیس امیر خان متقي او خلیلزاد

طالبان وايي، چې له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، چې موخې او  کړنلاره يې مشروعه او روښانه ده.

طالبانو نن سه شنبه  په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د مبارزې موخه يې د بهرنيو پوځيانو ويستل او په هېواد کې اسلامي نظام راوستل دي.

اعلاميه زياتوي، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نظامي مقاومت سربېره سياسي لارې چارې هم پر مخ بيايي او د دې لپاره يې په قطر کې سياسي دفتر شته او هر څوک ورسره د سولې په تړاو اړيکې نيولی شي.

طالبان وايي، چې امريکا د خپلو پوځيانو د وتلو او اشغال پای ته رسولو پر ځای په نورو غیر ضروري موضوعاتو کې ځان او دوی ښکېلول غواړي، چې دا کار دوی ته د منلو  وړ نه دی.

طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان روانې کشالې حل کول د دوی حق دی، چې څنګه او چېرته يې حل کوي.

اعلاميه زياتوي، چې روان بحران يوازې په رښتينو خبرو پای ته رسېدی شي او په دې اړه هېڅ ډول  فشارونه دوی له خپلې موخې نه شي ګرځولی.

طالبانو پر امريکايي ديپلوماتانو تور پورې کړی، چې د سولې په خبرو کې له فریب او چل څخه کار  اخلي او د افغانستان اشغال د پای ته رسولو پر ځای د خپلې خوښې په موضوعاتو وخت تېروي.

طالبانو يو ځل بيا وړانديز کړی، که امريکا په رښتينې معنا د سولې خبرو ته ليواله وي، نو بايد د افغان ولس مشروعې غوښتنې ومني او  که د مذاکراتو په نوم ښکېلاکي دسيسې په کار اچوي، نو دوی به ورسره د سولې روان بهير تر نامعلومې مودې وځنډوي.

%d bloggers like this: