افغانستان

په ۱۳ ولایتونو کې یو زر او ۱۸۰ هکټاره څړځایونه رغول شوي دي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا په تېر یوه کال کې په بلخ، سمنګان، تخار، غور، بادغیس، هرات، غزني، پنجشېر، بامیان، دایکندي، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې د للمي شبشتې په کرلو او حصار جوړولو سره یو زر او ۱۸۰ هکټاره څړځایونه رغول شوي دي.

د څړځایونو ریاست سرپرست حبیب‌الله حبیبي وایي، د هېواد له ټول اراضي څخه ۴۷ سلنه یې څړځایونه دي چې په کال کې کابو یو میلیون او ۵۰۰ زره مټریک ټنه علوفې ترې لاسته راځي. د حبیبي په خبره، په تېر کال کې په یو زر او ۱۸۰ هکټاره ځمکه کې د څړځایونو د بیارغونې او للمي شبشتې په کرلو سره څلور زرو او ۷۲۰ څارویو ته د اړتیا وړ علوفې برابرې شوې دي او د دغو تخنیکي فعالیتونو په پایله کې د سیمې اوسېدونکو ته ۲۵ زره او ۲۶۳ کاري ورځې هم برابرې شوې دي.

%d bloggers like this: