نړۍ

ترکیې ته د ټرمپ له خبرداري وروسته؛ امریکا او ترکیه په سوریه کې خوندي سیمې رامنځته کوي

ترکیې ته د ټرمپ له خبرداري وروسته؛ امریکا او ترکیه په سوریه کې خوندي سیمې رامنځته کوي

 د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په سوریه کې د خوندي سیمې د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټليفون له لارې د سوریې په شمال کې په هغه سیمه کې چې په دې وروستیو کې له داعش وسله‌ والو پاکه شوې، د یوه خوندي زون د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر ویلي چې دواړو ولسمشرانو پر دې ټینګار وکړ چې د سوریې د سرحدي ښار منبج په اړه د لارې نقشې بشپړولو او هم دې ته اړتیا ده چې هغو عناصرو ته اجازه ورنه‌ کړل شي چې هڅه کوي، له سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو د پلان مخه ډپ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د تېر کال په ډسمبر کې اعلان وکړ، چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډله یا داعش ځپل شوې او دوه زره امریکایي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

له اردوغان سره د ټرمپ له دغو خبرو مخکې، هغه ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې که په سوریه کې پر کرد ملېشو چې د امریکا له ملاتړه برخمنې دي، حمله وکړي، نو اقتصاد به‌ یې ویجاړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ریاض څخه د کتنې پر مهال ترکیې ته د ولسمشر ټرمپ د دې خبرداري په اړه، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دی داسې انګېري چې پر کردانو د ترکیې د حملې په صورت کې د ټرمپ اشاره به پر ترکیې احتمالي اقتصادي بندیزونو ته وي.

نوموړي ویلي: «موږ د نړۍ پر ډېرو هېوادونو بندیزونه لګولي او د ټرمپ موخه هم ښایي همدغه بندیزونه وي، خو دا باید په خپله له هغه وپوښتئ».

د ټرمپ له دغه خبرداري وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې ترکیې ته اقتصادي ګواښونه کوم ځای نه ‌نیسي او نه هم دا هېواد له دغه ډول ګواښونو وېرېږي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: