نړۍ

الشباب کینیا کې پر یوه هوټل خونړی برید کړی دی

د سومالیا یوې ترهگرې ډلې الشباب په گاونډي ملک کینیا کې پر یوه هوټل برید کړی چې پنځلس کسه یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ویل کېږي چې دغه نښتې تر ۱۱ ساعته ډېر دوام کړی دی. د کینیا حکومت تر اوسه د مړو او ټپیانو د دقیقې شمېرې په اړه څه نه دي ویلي، خو داسې اټکل کېږي چې د مړو او ټپیان شمېر به تر یادو شوو شمېرو هم ډېر وي. په وژل شوو کسانو د کینیا ۱۱ وګړي، یو امریکایی او یو برېتانوی شامل دي. امریکا هم په دغه پېښه کې د خپل یوه وګړي وژل کېدل تایید کړي دي. لا هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې بریدګر څو کسه وو او څه ډول یې پر دغه هوټل خونړی برید کړی دی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this:
/* ]]> */