نړۍ

جرمني کې يو افغان ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶مرغومی۱۳۹۷ل): جرمني کې يو افغان د پوځي دندې پرمهال ددې هيواد د استخباراتو له لوري ايران ته د جاسوسۍ په تور نيولی دی.

دا پنځوس کلن افغان چې عبدالحميد نوميږي او د جرمني په پوځ کې يې دنده درلودله د جرمني لویديځ کې راينلانډ سيمه کې ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی.

د جرمني لويې څارنوالۍ ويلي دي چې دا افغان تورن کس چې د جرمني پوځ سره يې د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه دنده ترسره کوله د ايران استخباراتو سره يې اړيکه درلوده او هغوی ته يې د المان د پوځ او په افغانستان کې د الماني عسکرو په اړه معلومات ورکول.

له جرمني څخه خپرېدونکې شپيګل مجلې په ویب پاڼه هم د نوموړي نيول کېدو د خبر ترڅنګ ويل شوي دي چې نوموړي له څو کلونو راهيسې ايران ته جاسوسي کوله او د الماني پوځي ځينې مهمو اسنادو ته يې لاس رسی درلود.

ايراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې له بهرنيو عسکرو سره کار کاوه او وروسته يې د طالبانو له ويرې په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخ شو نو بهرنیو هيوادونو ته يې مخه کړه او په ځينو هيوادونو کې اوس په پوځي او استخباراتي چارو کې په دندو ګمارل شوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: جرمني کې يو افغان ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی

سرچینه: نن ټکی اسیا