نړۍ

په سعودي ورځپاڼې کې له کارټون سره د اياتونو خپرولو د خلکو غوسې پارولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶مرغومی۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان «مکه» ورځپاڼې کې له کارټونونو سره قراني اياتونه خپاره کړي، چې د ټولنيزو رسنيو د فعالانو غوسې يې راپارولي دي.

د ورځپاڼې کارټونيسټ عبدالله الجابر د سورة بقره دا ايت:«ولکم في القصاص حياة» ليکلی، خو ورسره يې د پنځو سوو ريالو انځورونه هم رسم کړي او خلکو ته يې دا په ذهن کې ورکړې، چې  خلک د شرعي قصاص پر ځای په مالي ديتونو بدلولی شي.

 

په دې وروستيو کې  په سعودي کې دا عادت خپور شوی، چې د  قتل قصاص پر ځای د مقتول وارثان قاتل ته د لسګونو ميليونو ریالو د ورکړې په مقابل کې بښنه کوي، چې ډېر وخت مالدارانو ته د قتل په اړه اسانتيا په لاس ورځي.

خو د ټولنيزو شبکو فعالانو په کارټون کې د ايتونو ليکل، د قرانکريم سپکاوی بللی او غوښتنه يې کړې، چې  ورځپاڼه بايد بښنه وغواړي او د پېښې عاملینو سره حساب کتاب وشي، خو ځينو فعالانو بيا دين ته د سپکاوي  په تور د ورځپاڼې د محاکمې غوښتنه کړې ده.

ځينو نورو فعالانو بيا دا کار د دين سپکاوی نه دی بللی، بلکې د ټولنې منفي عادت ته يې اشاره بللې، چې مالداران له ځينو ديني اسانتياوو  څخه د ځان  لپاره ګټه پورته کوي.

ياد سعودي کارټونيسټ عبدالله الجابر د خپلو انتقادي کارټونونو له امله له پخوا پيژندل شوی، پر ټولنيزو عاداتو او حکومتي چارواکو د کارټوني نيوکو له امله نوموړی پخوا د سعودي په ټولو ورځپاڼو کې له دندې ترسره کولو منعه شوی و.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په سعودي ورځپاڼې کې له کارټون سره د اياتونو خپرولو د خلکو غوسې پارولي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: