نړۍ

لیو جین سونګ: چین چمتو دی د افغان سولې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د هڅو پر دوام په کابل کې د چین سفیر هم د سولې په پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو خبره کړې ده. لیو جین سونګ نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل، چین د نړیوالې ټولنې ترڅنګ چمتو دی چې د افغان سولې په پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره ناستې جوړې کړي. ملي یووالي حکومت په وار وار ویلي چې چین له پاکستان سره د نږدې اړیکو پر بنسټ کولی شي د افغان سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي که امریکا د سولې خبرو کې ریښتینې ونه اوسي نو دوی به هم د سولې خبرو نه په شا شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: