افغانستان

کندهار: نفوذي پوليس خپل څلور ملګري وژلي

په کندهار ولايت کې يو تن نفوذي عسکر خپل څلور تنه ملګري وژلي دي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کې يو تن نفوذي بريد ګر د يوې پوستې څلور پوليس وژلي او يو ټپي کړی دي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې دا بريد تيره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سيمه
کې ترسره شوې ده.

نوموړی زياتوي چې بريد ګر عسکر د پوليسو يوې پوستې ته د ميلمستيا په پلمه ورغلي وو چې نيمه شپه يې په پوسته کې ميشتو پوليسوبريد کړی دی او څلور تنه پوليس يې وژلی يو يې ټپي کړی دي.

عزيزي وايي چې له پيښې وروسته بريد ګر له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي او ددې پوستې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

بل لور ته طالبانو ددې بريد مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې بريد د دوی يو تن نفوذي بريد کړی دی او پنځه تنه پوليس يې وژلي دي.