افغانستان

عاطف مشعل: له پاکستاني چارواکو سره مو د بنديانو په تبادلې هوکړه کړې

په اسلام اباد کې د  افغانستان د ګډ حکومت سفير عاطف مشعل ويلي، چې پاکستاني چارواکو سره يې د بنديانو تبادلې په اړه هوکړه کړې ده.

ښاغلي مشعل هيله ښکاره کړې، چې د بنديانو د تبادلې لپاره به دواړه هېوادونه په ګډه ميکانیزم جوړ کړي.

د افغانستان سفير زياته کړې، چې په دغه هوکړه کې هغه بنديان شامل دي، چې د بند موده يې پوره شوي وي او يا يې هم ضمانت شوی وي، خو د نامعلومو دلائلو له امله نه وي خوشې شوي.

مشعل وايي، چې د  پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي هم کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال په کابل کې د ګډ حکومت چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې وې.

د مشعل په وينا په لنډو  ورځو کې  به د افغانستان سفارت لس کسيز پلاوی د پاکستان زندانونو کې له افغان بنديانو سره ليدنه وکړي او د هغوی د خلاصون لپاره به هلې ځلې وکړي.

عاطف مشعل وايي، چې افغان حکومت به د پاکستان سفارت ته هم ورته زمينه برابره کړي، چې په افغانستان کې له پاکستاني بنديانو سره وګوري او د هغوی د خلاصون لپاره منډې ترړې وکړي.

په دواړو هېوادونو کې د شته بنديانو کره شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */