افغانستان

اکبر اغا: خلیلزاد د سیمې هیوادونه په طالبانو «فشار» ته هڅوي

پخوانی جهادي مشر سید اکبر اغا

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون شوراء مشر «سید اکبر اغا» وايي، خلیلزاد غواړي په افغانستان کې د امریکایانو شتون په طالبانو ومني او ددې موخې لپاره سیمه ئیز هیوادونه د فشار د الې په توګه استعمالوي.

دغه خبرې سید اکبراغا په یوه خبري کنفرانس کې وکړې نوموړي وویل «د خلیلزاد تر راتګ وړاندې امریکایانو په طالبانو باندې د ټرمپ جنګي ستراتېژي د نظامي فشار په توګه او د جدې او اندونیزیا غونډې د مذهبي فشار په توګه و ازمویلې خو کومه څرګنده نتیجه یې ورنکړه، کله چې خلیلزاد راغی افغانانو ورته هیلې درلودې چې سوله به راولي خو امریکایانو شته فشارونه لا زیات کړل او د خلیلزاد رسالت یې تر پوښتنې لاندې راوست».

د سید اکبر اغا په وینا، د سولې په برخه کې تر امریکایانو ورهاخوا ګډ حکومت  هم مناسب ګام وانخست او ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو ته یې په سوله لومړیتوب ورکړ چې دا پخپله د افغان ملت په هیلو یو ګذار وو.

د اکبر اغا  په اند، د سولې په برخه کې د خلیلزاد رویه متفاوته ښکاري، نوموړي له طالبانو سره د خلیلزاد ناستو ته په اشارې وویل « له طالبانو سره د خلیلزاد اوله او دوهمه ناسته چې په قطر کې وشوه بریالۍ وه او خلیلزاد ترې خوښ ښکارېد خو دریمه ناسته چې په ابوظبۍ کې وشوه په طالبانو باندې د فشار واردولو لپاره متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي هم په ناسته کې ورسره شریک کړای شول او دا هر څه ددې لپاره وشول څو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شتون په طالبانو ومني خو طالبانو داسې څه ونه منل او د نور فشار له ویرې یې په جده کې په کېدونکې غونډه کې ګډون ونکړ خو اوس خلیلزاد سیمه ئیزو هیوادونو ته مخه کړې څو په طالبانو باندې د هغوی له لارې فشار راوړي».

یاده دې وي چې سید اکبر اغا داخبرې داسې مهال کوي چې تېره ورځ طالبانو د یوې رسمې اعلاميې له لارې امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې که له دوی سره د سولې په خبرو کې ریښتینې ونه اوسې او د طالبانو په وینا د سولې د خبرو تر نامه لاندې خپل «استعماري اهداف» تعقیب کړي، طالبان به د سولې خبرې ورسره وځنډوي

طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي وو چې (د سولې مسئله د چا په فشار او تاکتيکي برخوردونو نه حل کېږي او نه هم دا د منلو وړ دي چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړيکو د پر مخ بيولو او خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره وکاروي).