افغانستان

 د هلمند پخوانی امنيه قومندان سرجنګ د  ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

 هلمند پخوانی  امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ، چې د فساد په تور له دندې  ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شوی و، د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.

قومندان سرجنګ تر دې وړاندې د لغمان او هلمند امنيه قومندان په توګه کار کړی و، چې وروسته د اداري فساد او مالي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی و.

د قومندان سرجنګ کورنۍ د هغه  د مړينې خبر تاييد کړی دی.

د ژوند وروستيو وختونو کې د ناروغۍ پر مهال د قومندان سرجنګ انځور

د  تېر کال سپتمبر مياشت کې ځينې راپورونو ويلي و، چې نوموړی له محکمې سره د مالي جوړجاړي په بدل کې له زندانه خوشې شوی او د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ امنيه قومندان ټاکل شوی و، چې د سپتمبر په اتلسمه د تېښتې پر مهال د طالبانو له لوري نيول شوی و.

%d bloggers like this: