کلتور او ادب

خلک څه غواړي؟ / عظم الدين عليمي

سکون د زړونو ترهگرۍ له کلي ښار وړی دی
د ښاپيريو له ښايسته سترگو يې خمار وړی دی

په وينو رنگ کوڅو کې سوي اسويلي ويرونه
له چا يې مور له چا يې پلار له چا يې يار وړی دی

يو ځانمرگی نه دی چې ساه له انسانانو اخلي
ژوندون د ډېرو له هوا نازل انگار وړی دی

دا ترهگر هغه ترهگر توپير يې نه شي کيدی
دواړو استازو د وحشت خوند له روزگار وړی دی

لـوي جـهـالـت وسيله شوی د نـاولـي هدف
لـه مـدرسـې نـه تقدس غټ رياکار وړی دی

د غم نارې يې د مظلوم افغان په برخه کړلې
د راحت ژوند ورڅخه نوي استعمار وړی دی

خپلو موخو ته يې نڅوي د يو روبټ په مثل
د روشنفکرو له سرونو يې اختيار وړی دی

افغانستان يې د مـفـسـدو پـر هـډه بدل کړ
لوي جادوگر ترې تاريخي عزت وقار وړی دی

سخت له دروغجنو فريبکارو دي زړه چاودي خلک
صيقلي دروغو له رښتياوو نه بازار وړی دی

څوک به پيدا شي غمخورۍ د غمځپلو لره?
درد لـه بـيـوسـو ځنې صبر و انتظار وړی دی

خـوار ولـسـونـه رهبري غواړي سازمان غواړي
منظور پښتين غواړي چې زړه يې له هوښيار وړی دی