افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اووم نوماند هم نوملیکنه وکړه

نن د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره فرامرز تمنا او د هغه دوه مرستیالانو نوملیکنه کړې ده.

دوکتور فرامرز تمنا او د هغه دواړه مرستیالان د پوهنتون استادان دي. د هغه لومړی مرستیال سید قیاس سعیدي او دویم مرستیال یې دوکتور محمد امین رشادت نومېږي.

تمنا هیله څرګنده کړې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو پاکې وي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړی شي چې د خلکو حقوق پر ځای کړي.

تر ده وړاندې شپږو نورو کسانو هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي دي.

%d bloggers like this: