نظر او تحلیل

د خلیلزاد کارتوس پوچ او د طالبانو باروت لري

د طالبانو د مشرتابه دفتر رئیس امیر خان متقي او خلیلزاد

لیکوال: روښان سباوون

شاوخوا ۵ میاشتې کیږي چې د سولې اوازې او خبرونه وروسته له هغه تاوده شوي چې طالبانو د غزني ولایت مرکز او ګڼ شمیر ولسوالۍ ونیولې او سربازانو ته یې درانه تلفات واړول. د وسلوالو دغو پرمختګونو دا اندیښنې وزیږولې چې کیدای شي یو وار بیا د نوییمې لسیزې په څېر ولایتونه په ورځو او میاشتو کې سقوط وکوي او طالبان د واک په ګدۍ کښیني.

د جنګ دغه تاوده چاپیریال او پرله پسې سقوطونو په امریکا او د افغانستان نورو واکمنې کړۍ اړ کړلې چې د جنګ میدان کې د مطلقې ماتې په ځای باید په سوله ییز ډول طالبانو سره جوړجاړی وشي او بهرني ځواکونه په عزتمنه توګه له دې هیواده ووځي.

دې سره هم مهاله، نړیوالو هم طالبانو ته توجه زیاته او په ګډ حکومت د فشار زیاتولو په لړ کې طالبان د مسکو غونډې ته وبلل چې نه یواځې طالبانو ته یې سیاسي رسمیت ورکړ بلکې د حکومت رسمي نه ګډون د طالبانو لویه سوبه او د امریکا+افغان حکومت دیپلوماتیک سیاسي ماته وبلل شول.

خو، امریکایانو سمدستي د خپل تت انځور او بایللې لوبې بیرته ګټلو په موخه د خلیلزاد د سولې پروسې په نوم نوې سیاسي لوبه پیل کړه. که څه هم له پیله د خلیلزاد کړنو ته افغان ولس او شنونکو د شک په نظر کتل، خو بیا هم، دا دی ۳ میاشتو کې برسیره شوه چې نوموړی د سولې د هڅو په نوم هغه وراسته دیپلوماتیک تکتیکونه استعمالوي چې تیرو ۱۸ کلونو کې پوچ او ناکام ختلي دي.

د خلیلزاد له خوا په وروستیو کې د شخړې له اصلي موضوع مخ اړولو او ګاونډیو او اغیزمنو هیوادونو ته د افغانستان د ورسپارلو په پلمه د طالبانو ماتولو هڅو وښودله چې خلیلزاد په پوچ کارتوس د ډز کولو کوشش کوي. اتلس کاله کیږي چې امریکایانو د افغانستان په واک کې ټولو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو ته ونډه ورکړې ترڅو دا جنګ له افغان ولس څخه وګټي او ټول په ګډه دا غیرتي ولس ګونډه کړي، خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.

افغان ولس د چا له مرستې پرته وتوانید چې د امریکا په مشرۍ ۱۴۰ زره بهرنیو سرتیرو ته ماته ورکړي او تیښتې ته اړ باسي. خو د افسوس ځای دا دی چې خلیلزاد د ټرمپ له خوا ورسپارل شوې دنده نه پیژني او په ځای ددې چې طالبانو سره د جوړجاړي کولو په ترڅ کې امریکایي پوځونو ته د خوندي وتلو لاره جوړه کړي، په نورو عبثیاتو سر شوی او نتیجه دا کیږي چې دا دی پسرلی رارسیږي او طالبان به یو وار بیا د ګړنديو عملیاتو په کولو د امریکا له حکومته د پوځونو خوندي ویستلو هغه چانس واخلي چې د ژمني سوړ جنګی موسم له کبله یې ترلاسه کړی وه.

بلمقابل، طالبان بیا د قوت له اړخه د مذاکراتو میز ته ورغلي وه او په حقیقي ډول یې د افغانستان د هوسا کولو مذاکرات پیل کړي وه، خو د خلیلزاد وروستیو غیرعقلاني کړنو دا نتبجه راوکښله چې جنګ یې وغځاوه او د مظلومو افغانانو د وینو بهیدلو رود یې لا تیز کړ.

د طالبانو په تازه اعلامیه کې امریکا ته له ګواښ کولو معلومیږي چې د سږ کال په پسرلي کې به جنګي عملیاتو ته زور ورکړي او په داسې اسانه به بیا خلیلزاد سره خبرو ته تیار نه شي بلکې ددې شونتیا شته چې د امریکا له حکومته د کوم بل واکمن استاځي ټاکلو او یا هم مخامخ ټرمپ سره د خبرو شرط کیږدي.

په اوسني وضعیت کې لمر غوندې روښانه ده چې طالبان د افغانستان جنګ کې ځواکمن اړخ او امریکایان او حکومت دفاعي او کمزوري حالت کې قرار لري. په داسې یوه وضعیت کې د خلیلزاد دیپلوماتیکه ترپکو او کم عقلیو او مقابل کې د طالبانو کلک دریځ ته په کتو مالومیږي چې خلیلزاد د پوچ کارتوس ډزولو کوشش کوي خو طالبان بیا په روغ کارتوس ډز کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین