افغانستان

د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته تللی

د راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد به نن له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

خلیلزاد پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې که طالبان جګړه کوي نو دغه ډله به د جګړې په ډګر کې ځپل کېږي خو که چېرې د سولې خبرو ته تیارېږي نو امریکا تیاره ده چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

خلیلزاد د روانې میلادي میاشتې له اتمې نټې سیمې او افغانستان ته د افغان سولې په اړه خپل سفر پيل کړی دی.

هغه ددې سفر په لړ کې چین او هند ته هم تللی دی. ټاکل شوې چې نن به په اسلام اباد کې هم زلمی خلیلزاد پاکستاني چارواکي دې ته وهڅوي چې د جګړې په پای ته رسولو کې پوره همکاري وکړي او طالبان تیار کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه