افغانستان

پروان: طالبانو د شينوارو ولسوالۍ قاضي ژوندی نيولی

د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو ددې ولایت د شينوارو ولسوالۍ ژوندی نيولی دي.

د پروان د والي وياندې وحيده شهکار رسنيو ته ویلي دي چې طالبانو تيره ورځ ددې ولایت د شينوارو ولسوالۍ د محکمې قاضي هغه مهال د طالبانو له لوري ونيول شو چې نوموړی کابل ته په لاره و.

وحيده شهکار وايي چې تيره ورځ ماسپښين مهال قاضي غوښتل کابل ته سفر وکړي چې د شينوارو ولسوالۍ د هندره استامه سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړی او له ځان سره بيولی دی.

د والي وياندې په دې اړه نور جزيات ورنکړل خو ويې ويل چې د قاضي د خلاصون له پاره يې عمليات پيل کړي
دي او اوسمهال امنيتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

%d bloggers like this: