افغانستان

کورنيو چارو وزات: ولسي جرګه دې ژر تر ژره «د مهمو خلکو قانون» تصويب کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ولسي جرګې غوښتي چې د زور واکو او مهمو کسانو له پاره ژر تر ژره يو قانون تصويب کړي چې له مخې يې پولیس د هغوی په اړه چلند معلوم کړي.

د کورنيو چارو وزارت په يوې نهيلې اعلاميه کې راغلي دي چې هيڅ داسې قانون او مقرره نشته چې له هغو کسانو سره چې ځان ډېر مهم، درانه، بانفوذه او ځانګړی بولي، د پولیسو چلند دې ورسره توپیر ولري.

خبرپاڼه زياتوي چې که چېرته ولسي جرګه داسې نه شي کولای نو بيا دې داسې پريکړه وکړي چې له قانون ماتوونکو او بانفوذه قانون ستيزانو سره د پولیسو چلند مديريت کړي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي « کله چې پولیس د “قانون ماتوونکي له ښاغلي” او د “قانون ستېزانو له؛ مهمو” سره مخ کېږي، د دوی تمه له پولیسو دا ده؛ چې قانون شاته پرېږدي او دوی ته دې سلامي ووهي»

بايد وويل شي چې په افغانستان کې قانون ته نه احترام او قانون ماتوونکي تر بل هر چا زيات د حکومت په داخل کې چارواکي او زور واکي دي چې د افغانستان د اساسي قانون په ماتولو تورن دي.

ډېر ځله په افغانستان کې پوليس او ترافيک د زور واکو او چارواکو له لوري له دې امله ډبول شوي دي چې د قانون د پلې کېدو غوښتنه ترې شوې ده او همدا راز په دولتي ادارو کې قانون ماتونه يو عادي کار بلل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تازه تازه يې د کورنيو زورواکانو او قانون ماتوونکو خلاف د مبارزې غږ پورته کړی دی خو د شنونکو په باور چې زورواکي او قانون ماتونه دومره اسانه او زياته شوې ده چې اوسني مسؤل چارواکي به يې په مهارولو کې هيڅ پرمختګ ونشي کړای.

%d bloggers like this:
/* ]]> */