روغتیا

د ښه او ارام خوب لپاره دا (۱۰) اسانه لارې وازمايئ

۱. د شپې ناوخته له ویدو کیدو سمدستي مخکې ډوډۍ خوړل او یا هم ناشته کول ستاسې د هاضمې سیسټم فعالوي او ستاسې خوب خرابوي؛ نو هڅه وکړئ، له ویدو کیدو څخه سمدستي مخکې مه څه خورئ او مه هم څه څښئ.

۲. د خپلې خوب خونې د حرارت درجه، روښنايي، او غالمغال کنټرول کړئ، څو د خوب ارام ځای ولرئ.

۳. کافین ډیر مه څښئ، کوښښ وکړئ، چې کافي، او ټول هغه څښاک کم کړئ، چې کافین لري.

۴. خوب ته له تلو مخکې منفي فکرونه مه کوئ؛ بلکې په ځای يې ښایسته او ښې خاطرې در په زړه کړئ او ویده شئ.

۵. خوب ته له تلو مخکې هیڅ ډول نشه مه کوئ، دا کار تاسې د شپې تر ناوخته ویښ ساتي او ستاسې خوب ګډوډوي.

۶. د ورځې اوږد خوب ستاسې د شپې خوب ګډوډوي. د ورځې له مخې ډير خوب مه کوئ، د څيړنو له مخې که ډیر ستړي يئ، نو یوازې ۴۵ دقیقي ویده شئ.

۷. کله چې ویده کیدئ، خپل لاسي او دیوالي ساعت له ځانه لرې کړئ. ځکه کله چې تاسې هره لحظه ساعت ته ګورئ او خوب مو نه وړي، نو په تشویش کیږۍ، چې له همدې سره ستاسې خوب نور هم تښتي.

۸. له ویدو کیدو مخکې لږ شات د یو ګیلاس شیدو سره ګډ کړئ او ويې څښئ. دا کار په ښه خوب کې له تاسې سره مرسته کوي.

۹. هڅه وکړئ، هره شپه په یوه وخت ویده شئ او سهار په یوه وخت پورته شئ. که د شپې هر څومره ستړي وۍ، خو سهار په خپل وخت پاڅیږئ. آن د رخصتۍ په ورځ هم تر ناوخته مه ویده کیږئ.

۱۰. کله چې ویده کیدئ، پوره یو ساعت وړاندې موبایل، کمپیوټر، ټلویزون او نور ډيجټلي وسایلو کتل او استعمالول بند کړئ. ددې په ځای یو کتاب راواخلئ او لوستل يې پیل کړئ، له دې کړنې سره به تاسو ته ډیر ارامه خوب درشي.

سرچینه: پښتو بهیر

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */