روغتیا

هغه عامې تیروتنې چې د غاښونو د ژیړوالي لامل کیږي

سپین غاښونه د انسان لپاره د ښکلا یوه مهمه برخه او راز دی. هر انسان د سپینو سالمو غاښونو هیله لري، ځکه غاښونه د انسان په صحت کې مهم رول لري، که غاښونه مو روغ وي، نو په صحي توګه خوراک کولی شئ. یو شمیر خلکو هغه عادتونه خپل کړي چې د غاښونو د خرابیدو او ژیړیدو سبب ګرځي.

که د سپینو او سالمو غاښونو هیله لرئ، نو باید له دې لاندې تیروتنو او عادتونو څخه ځان خلاص کړئ.

۱. د خولې د پریمنځلو دارو یا موټ واش څخه ډیره استفاده مه کوئ، ځکه په موټ واش یا خولې د پریمنځلو دارو کې موجود تیزابېت د لاړو د ترکیب د ګډوډیدو، د غاښ د سطحې د خرابیدو او د غاښونو د ژیړیدو لامل کیږي.

۲. په ځينو میوو او ترکاریو کې موجود تیزابیت د غاښ د سطحې د خرابیدو لامل کیږي، دلته مطلب دا نه دی چې د دې ډول ميوو او ترکاريو خوارک پریږدئ بلکې د تیزابي میوو او ترکاریو د خوراک وروسته باید ډيرې اوبه وڅښل شي. د ډيرو اوبو څښل په خوله کې له میوو پاتې تیزابیت راکموي، او په غاښ باندې د داغونو مخه نیسي.

۳. د ډیرې قهوې او چای له څښلو څخه ډډه وکړئ، ځکه د غاښونو د ژړیدو سبب کیږي، که څه هم قهوه او چای څښل فایده لري خو باید هر څه په اندازې سره استعمال شي، حداقل له قهوې او چای څښلو لس دقیقې وروسته خپل غاښونه برش کړئ.

۴. په سګریټو کې موجود کیمیاوي توکي په غاښ باندې د داغ لګیدو سبب ګرځي، روغتیايي څيړنو په وینا څومره چې ډير د تنباکو څخه استفاده وشي، هغومره ډير د غاښونو د توروالي سبب کیږي. همداراز سګریټ څکول عمومي روغتیا لپاره هم بې شمیره خطرونه لري.

۵. په منظم ډول د غاښونه نه برش کول هم د غاښونو د ژیړیدو سبب ګرځي؛ نو هڅه وکړئ چې په ورځ کې دوه (۲) ځله خپل غاښونه برش کړئ.

The post هغه عامې تیروتنې چې د غاښونو د ژیړوالي لامل کیږي appeared first on پښتو بهیر ستاسو بریا او پرمختګ .

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this: