روغتیا

پرمازغو نوې څیړنې چې ډیرې پخوانۍ هغه یې ناسمې ثابتې کړې / ډاکټر سباوون

د ماغزو په هکله له ډیرو کلونو څیړنې رواني دي خو لا هم د دغه پیچلي او خارق العاده سیستم په ټولو اړخونو نه یو پوه شوي. د ماغزو په هکله څیړنې ډیر ځله بدلیږي او نوي اړخونه پيدا کوي. په دې وروستیو کې په ناروې کې  د NTNUN د مشهور پوهنتون د یوې استادې «Fride Flobakk-Sitter  «فریده فلوباک سیتر یو څړنیز کتاب چاپ شوی دی. کتاب د مازغو په هکله د معتبرو نویو څیړنو په بنسټ لیکل شوی او د پيداګوژۍ او د مازغو د فعالیت په هکله ډیرې نوې خبرې لري، په دغه کتاب کې د لومړي ځل لپاره ځینې پخوانۍ نظریې افسانې بلل شوي او رد شوي دي. داسې خبرې چې تر اوسه یې زموږ ډاکټران هم مني او خپلو ناروغانو ته د هغو په اساس مشورې ورکوي. تیره اونۍ  مې د دې کتاب له لوستلو وروسته فکر وکړ د ځینو مهمو برخو لنډیز ېې له تاسو سره شریک کړم.

تر اوسه ډیر کسان او څیړونکې دا وايي چې انسان د خپلو مازغو یوازې یوه وړه برخه کاروي، ډیری ډاکټران وايي چې موږ د خپلو مازغوله  یوازې۱۰ یا ۲۰ سلنې استفاده کوو او له پاتې برخې لږه او یا هیڅ استفاده نه کوو. د دې نظریې له مخې به ډاکټرانو ویل که موږ له دې غیر فعالې برخې هم استفاده وکړو نو نور به هم ذهین شو او ډیر کارونه به وکړاي شو، خو اوسنۍ څیړنې دا یوازې یوه افسانه بولي او دغه نظریې ردوي. ماغزه د بدن هغه برخه ده چې ترټولو ډیره انرژي مصرفوي او له بلې خوا مازغه په جمجمه کې بند دي او له دې کبله د ظرفیت او حجم له پلوه یو محدودیت هم لري. په نتیجه کې ویلی شو مازغه له خپل ټول پوتانشیل څخه استفاده کوي. داسې برخه یې نه شو موندلی چې بې کاره یا غیر فعاله پاتې وي.

ډیر ډاکټران او څیړونکي تر اوسه پورې په دې نظر دي چې مازغه یوازې د عمر په لومړیو کلونو کې وده کوي او بیا یې وده  په یوه مشخص وخت کې دریږي. خو د نویو څېړنو پر اساس دا نظر سم نه دی، نوې څیړنې د دې خبرې برعکس وايي چې مازغه په ټول عمر کې د ودې په حال کې وي، نو دغه خبره به نوره معنا ونه لري چې ووایو زما عمر زیات دی او نور مې مازغه کار نه کوي. البته ناروغي او د زړښت له امله د مازغو ستونزې نورې مسلې دي خو د مازغو وده دوامداره وي.

د عصبي حجرو جوړښت او ساینپسونه یا غوټې ټول عمر د بدلیدا په حال کې وي. په ماشومتوب کې په مازغو کې ډیرې زیاتې عصبي لارې او شبکې لرو، او ډیرې زیاتې عصبي غوټې یا ساینپسونه موجود وي، خو د عمر په لومړیو کلونو کې دغه عصبي شبکې او ساینپسونه کمیږي. د وروستیو څیړنو په اساس کله چې ماشوم پيدا کیږي نو ډیرو عصبي لارو او شبکې ته اړتیا لري خو ورو ورو د چاپېریال تر اغیز لاندې هغه عصبي رشتې چې موږ ورته اړتیا لرو پاتې کیږي، او هغه چې ورته اړتیا نه لرو  او نه ېې کاروو ،ورو ورو کمزورې کیږي.د مثال په توګه په ماشومتوب کې موږ په ټولو ژبو کې د فونو لوجیکو اوازونو توپیر کولی شو خو کله چې ځینو اوازونه نور په چاپریال کې نه اوروو، نو ورو ورو د هغو د درک او پرې د پوهیدا وړتیا له لاسه ورکوو.له همدې امله پخوانيو چاپانیانو د R او L د تورو توپیر نه شوای کولی خونني جاپاني ماشومان په دغه توپیر پوهیږي. ډیر کسان فکر کوي چې غوره ده د ماشومتوب دغه عصبي شبکې او وړتیاوې وساتلی شي خو دا خبره بې ځایه او چټي ده. څیړونکي په دې برخه کې ماغزه یوه کمپیوټر ته ورته بولي او باوري دي که موږ ټول دغه پروګرامونه په یوه کمپیوټر کې ولرو نو د کمپیوټر سرعت به راټیټ کړو، که مازغه هم ټولې دغه عصبي رشتې وساتي نو د ډیرو عصبي رشتو له امله به مازغه ډیرې انرژۍ ته اړتیا ولري، ځکه خو مازغه د هغو عصبي لارو او رشتو په کمولو سره  چې ورته اړتیا نه لرو د انرژۍ او توان سپما کوي.

تر اوسه پورې اکثرو څیړونکو او ډاکټرانو دا ویل چې کله موږ یوه عصبي رشته یا شبکه له لاسه ورکوو هیڅکله ېې بیره نه شو ترلاسه کولی. دا خبره هم اوسنیو څیړنو غلطه ثابته کړې اوڅیړاند په دې نظر دي هغه عصبي شبکې چې له منځه تللي دا وړتیا درلودلی شي چې بیرته ځان ورغوي او پرمختګ وکړي. یوازې محدودې شبکې شته چې بیرته نه شي رغیداي. دا په دې معني ده چې موږ ډیر چانس لرو چې هر وخت نوي شیان زده کړو حتي که زاړه هم شو.

ځینې کسان خصوصا زموږ په ټولنه کې دا فکر کوي چې له کومو مازغو سره چې څوک زیږیدلی وي  همدغه ېې ماغزه وي، دوي فکر کوي چې د مازغو ظرفیت او وړتیا جنیتیکي ده او دا یوازې جنونه دي چې زموږ د لیاقت او پوهې اندازه ټاکي.د نویو څیړنو په اساس دغه خبره هم ناسمه ده. جنیټک او چاپریال دواړه په زده کړه او پوهې اغیز لري. ځینې شیان موږ په جنونو کې تر لاسه کوو خو د چاپریال اغیز تر ټولو زیات دی.  د لندن د ښار په ټکسي چلونکو کې یوه څیړنه شوې ده چې دوي څنګه د لارو او کوڅو په پیدا کولو کې مهارت لري. په دغوټکسي چلونکو کې د ماغزو هغه برخه پیاوړې وي چې د کوټې او ځایونو د حفظ سیمه ېې بولې. یعني د مازغو هغه برخه ېې پياوړې شوې وه چې د لارو او ادرسونو د پیدا کولو او حفظ کولو دنده لري.

چاپریال د مازغو په وده کې اغیزمن رول لري، د جن په مرسته زموږ د ماغزو حجرې داسې برابریږي چې څنګه له یو بل سره اړیکه ونیسي، خو جنونه دا نه شي معلوملی چې موږ څوک یو.

ډیر کسان وايي د خلاقو وګړو د مازغوو ښی اړخ ډیر اغیزمن او برلاسه وي. او باوري دي چې  د مازغو کیڼ لوری د منطق، احساس، ژبې، عقلانیت اکادیمیکو کارونو مرکز دی او ښی اړخ ډیرد خلاقیت، احساس، خیالاتو یا فانتیزی، او هنري کارونو مرکزګڼل کیږي. دا پخوانی او ناسم فکر دی. په دې هکله دلیل وړاندې کوي چې په اتوماتیک ډول زموږ مازغه په دو نیم کرو ویشل شوي دي نیم په ښي او نیم په کیڼ اړخ کې دي، له دې سره سره چې ځینې مرکزونه په ښي او ځینې په کیڼ اړخ کې دي دا نه شو ویلی چې به روغو کسانو کې دې ښی یا کیڼ لوری اغیزمن او برلاسه وي. څیړونکي وايي کله چې موږ کوم کار یا فعالیت لرو بیلابیلې عصبي شبکې او د مازغو بیلابیلې برخې فعالیت کوي. ځینې دماغي فعالیتونه ممکن  ښۍ یا کیڼه خوا ډیره فعاله کړي خو دا په دې معني نه ده چې د بیلابیلو علمونو او تجربو په زده کولو کې یوه خوا تر بلې اغیزمنه او برلاسه وي. نو دا خبره سمه نه ده چې ویل کیږي هغه کسان چې په کیڼ لاس لیکل کوي تر هغو چې په ښي لاس لیکل کوي ذهین دي.دغه نوې څیړنې وايي که چیرته تاسو د مثال په توګه به انځورګړۍ خلاقیت او استعداد لرئ تاسو د مازغو لویه برخه په کار اچوئ د ښۍ او کیڼې خوا شبکې ټولې فعالې وي.

ځینې کسان وايي که د چا یو حس ډیر فعاله وي نو دهغو د مازغو یوه برخه ډیره فعاله او تکړه وي، او دوی هغه کارونه ژر زده کوي چې دغه حس پکې ډیر پکاریږي، خو نوې څیړنې ښيي روغ او سالم کسان هیڅ اغیزمن  حس نه لري او ټول حواس یو شان دي. دغه خبره تشه افسانه ده چې وايي ځینې کسان شیان په اوریدو، ځینې ېې په لیدو او ځینې ېې په لمسوکولو زده کوي. په دې هکله په امریکا کې په ښونځیو کې پراخې څیړنې شوي او ښيي چې ټول حواس د زده کړې په برخه کې اغیز لري او که څوک په اورید، لیدو او یا لسموکولو کې تکړه وي نو ددغو حواسو اړوند کارونه ژر زده کوي دا سمه خبره نه ده. ځکه خو د روزنې متخصصین وايي غوره ده د زده کړو په وخت د ماشوم ټول حواس وکارول شي.

په ټولو ټولنو کې دغه ناسمه خبره دود شوې چې ماشوم په ځانګړو فعالیتونو او د لوبو په خاصو وسایلو خپل مازغه تحریکوي او یو شی زده کوي. نوې څیړنې ښيي چې ماشومان د زده کړو لپاره خاصو وسایلو او فکري لوبو ته اړتیا نه لري. که ماشوم په نارمل چاپریال کې لوي شي او  د زده کړو سم او پراخ چاپریال ورته برابر شي د ودې او روزنې عادي او نورماله روده ورته کافي ده چې مازغه ېې تحریک شي او نوي شیان زده کړي.په دې وروستیو کې ډیر کتابونه بازار ته راوتلي چې ادعا کوي تاسو خپلو مازغو ته وده ورکولی شئ ، او یا په خاصو تمرینونو سره مو ذهن او مازغه ښه کیداي شي. نوې څیړنې وايي دغسې کتابونو او اپلیکشینونو ته هیڅ اړتیا نه شته او د مازغو د ودې او غښتلتیا هیڅ ډول تمرین نه دی کشف شوی . خو هر تمرین او فعالیت او هر کتاب او نوې زده کړه د مازغو د تمرین وسیله ده چې ماشوم څومره فعاله وي هومره ېې ماغزه وده کوي.

منبع :

Fride Flobakk-Sitter: Pedagogikk og hjernen. En introduksjon til fagfeltet pedagogisk

1,080 total views, 6 views today

سرچینه: تاند