روغتیا

د مسواک ارزښت د ساینس او احادیثو له نظره!

لیکوال صیاد افغان

حضرت (ابو هریره) رضی الله عنه د رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
که زه چیري پردې نه ویرېدلای چې مسواک وهل به زما پر امت باندې مشکل سي نو مابه امر ورته کړی وای چې د هر لمانزه سره مسواک ووهئ. “رواه البخاری”

د امریکا په شګاګو کې پر مسواک باندې د ډاکټرانو څېړنه.یو مصري پروفیسور ډاکټر (سلیمان بن محمد عبدالله) چې په مایکرو بیو لوجی کې(پی ایچ ډی) کړې ده، پر مسواک باندی د څېړنو په پای کې وایې ــ

مسواک وهل د امام الانبیأ حضرت محمد مصطفي صلي الله علیه وسلم یو سنت دي ، پدې کې فلورېډا، کلوروفل، او سلفر، په ښه ډول پکښی شتون لري، چې په هرڅومره ارښتناکه برس او کریم کې دا نسته، مسواک چې بیا له تازه ریښو څخه جوړ سي دابیانور علی نور دي، وایې په مسواک کې خپله درمل سته چې هیڅ ډول کریمو او درملو ته اړتیانه لري، یعنې مسواک هم برس دي او هم درمل. د مسواک په اړه تر (۷۰) زیات احادیث نبوي راغلي دي، او پر استعمال یې زیات ټینګار شوی دي. بله ګټه یې دا بیان کړې چې دهر غریب او خان په وسع یې خرید پوره دي، او ډیری داطرافو خلګ برس کریم ته لاس رسي نه لري.

همدا ډول پر مسواک باندې د نړۍ مسلمو او غیر مسلمو ډاکټرانو، ساینسپوهانو، ښې څېړنې کړي چې مسواک وهلو کې یې (۱۹) طبعې او قدرتي ګټمن مواد کشف کړي، هغه لکه ـ د هاضمې لپاره ګټمن دي، مسواک خوله پاکوی، تنفس خوشبویه کوی، غاښونه ټینګوی، ورۍ ښه ساتي، د خولې غُدې فعاله ساتی، بلغم ختموي،
د غاښو شین والی پاکوي، د سترګو دید زیاتوي او داسې نور… تر برس کریم ئې زیات فایدمن او هر چاته اسان، ارزان ،او ګټور ګڼلي.

په مسواک کې کېمیاوي مواد ډاکټرانو پدې ډول ذکر کړي ـ لکه: کلورین، سودیم، کلسیوم، منګنیزم، اوسپنه، جست، مس، کرومیم، ایلومنیم، ګېډمیم، سرپ، نکل، سترونیم، او باریم.

که د مسواک په اړه د نړۍوالو ډاکټرانو نومونه او څېړنې درته ولیکم، لیکنه به بیخې زیاته اوږده او تکراري سي، نو څکه مې پر همدغو عمده ګټو درته را غورچاڼ کړل.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this:
/* ]]> */