روغتیا

د خولې او بدن بوی مو د لیمو په وسیله ورک کړئ

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتا د ډیرو ګټو له وجې ورته د پوره دواخانې لقب ورکړل شوی، چې تاسو هم کولای شئ د لیمو په مرسته د خولې او بدن بدبوي، د هاضمي سیستم په ښه والي او د مخ داغونو په لمنځه وړلو کې له لیمو ګټه پورته کړئ.

۱- لیمو د خولې بد بوی له منځه وړي
د خولې د بد بوی ستونزه عامه ده، ډېر کسان پرې اخته دي او دا هغه حالت دی چې د خبرې کولو یا ساه ایستلو په وخت د سړي له خولې بد بوی راوځي او نور خلک یې محسوسوي.

که چېرته مو له خولې څخه بد بوي ځي، نو بيا د ليمو په کارولو سره د دې بد بوي نه ځان خلاصولاى شئ.

د دې لپاره يوه قاشوغه شات يا عسل واخلئ، په دې کې يوه قاشوغه د ليمو اوبه واچوئ، بيا پکې يوه کاشوغه دارچيني واچوئ او وروسته پکې نيمه پياله تودې اوبه هم واچوئ.

دا هر څه چې مو کله يو ځاى کړل، نو بيا يې ښه حل کړئ او له هغې وروسته پرې غړغړې وکړئ.

۲- لیمو د بدن بوی ختموي
د حرارت د زیاتوالي له امله د انسان خوله کېدل عادي خبره ده، خو ځينې ځينې وخت د خولو سره چې کوم بوی راشي، هغه انسان د نورو په مقابل کې کم راولي.
خو که تاسو غواړئ چې د خولو له دې بوي څخه ځان وساتئ، نو بيا له ليمو څخه ګټه پورته کړئ.
لږ ليمو وزبېښئ او د څښلو اوبه پکې هم واچوئ، بيا په دې اوبو تخرګونه او هر هغه ځاى لوند کړئ، چې د خولې پر وخت بوي کوي، پنځلس دقيقې ورته انتظار وباسئ او له هغې وروسته يې بيا ووينځئ.

که هره ورځ دا عمل تکرار کړئ، نو د خولو له بوي څخه به خلاص شئ.

۳- لیمو په هضم کې مرسته کوي
که چیرې له ډوډۍ وروسته په يوه ګيلاس اوبو کې ليمو وزبېښئ او ویې څښئ، نو هاضمه به مو سم کار کوي، ځکه ليمو هغه ايسډز له بدن څخه وباسي، کوم چې بدن ته هېڅ ګټه نه لري.

۴- لیمو د مخ داغ پاکوي
د مخ داغ لپاره د ليمو اوبه واخلئ او هغه په مخ وموښئ، لس دقيقې وروسته بيا مخ په يخو اوبو ووينځئ. که غواړئ چې ښه نتيجه يې ترلاسه کړئ، نو دا کار هره ورځ دوه ځلې ترسره کوئ.

%d bloggers like this: