روغتیا

آیا غواړئ ښکلي او صفا ویښتان ولرئ؟

۱. هر کله چې سر وینځئ په داسې حال چې ستاسو وېښتان لامده یعنې اوبه لري نو په دې وخت کې مو ویښتان مه ږومنځوئ، ځکه دا کار د دې باعث کیږي چې وېښتان مو له بیخ نه ووځي، مات شي او د ویښتانو لپاره ضرر ورسوي. ښه خبره دا ده، چې اول مو ویښتان ښه وچ کړئ بیا یې ږومنځ کړئ.

۲. په نورمال ډول هره میاشت مو د وېښتانو څوکې قیچي کړئ، دا کار د وېښتانو په اوږدوالي او ښکلا کې ډیره مرسته کوي.

۳. په کور کې د یو برس کارول د ویښتانو د ریزش یا ضایع کیدو لامل ګرځي، که ستاسو په کور کې یو برس وي نو مخکې له کارولو یې ومینځئ او بیا ترې استفاده وکړئ.

۴. هره ورځ په خپلو ویښتانو شامپو مه وهئ، په اونۍ کې یو یا دوه ځلې له شامپو استفاده وکړئ او په ګرمو اوبو یې ومینځئ.

۵. ځینې خلک عادت لري چې هره ورځ حمام کوي دا ناسمه ده؛ که تاسو خولې کیږئ، نو یوازې ځان ومینځئ،

۶. تاسو د خپلو ویښتانو خاصیت سره سم شامپو واخلئ او استعمال یې کړئ، ددې کار لپاره د ډاکټر څخه هم مشوره اخیستلی شئ.

۷. د سر ویښتان مو په نرمه او کراره توګه ږومنځ کړئ. د ږومنځولو په وخت کې اول د وېښتانو څوکې صافې کړئ وروسته بیا مو ټول وېښتان ږومنځ کړئ.

۸. کله چې ستاسو ویښتان نرم او صاف وي، نو اړینه نده چې بیا یې هم ږومنځ کړئ. ځکه د ویښتانو  زیات ږومنځول هم پر ویښتانو ناوړه اغیزه لرلی شي.

The post آیا غواړئ ښکلي او صفا ویښتان ولرئ؟ appeared first on پښتو بهیر ستاسو بریا او پرمختګ .

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this: