روغتیا

د ممپلو لس (۱۰) روغتیايي ګټې

۱. په ممپلو کې موجود ويټامين بي ۳ (Vitamin B3) له نورو ډېرو روغتيايي ګټو سربېره د اعصابو فعاليت پياوړی کوي او د انسان د حافظې وړتيا زياتوي.

۲. سربيره پردې چې ممپلي زياته کالوري او غوړ لري خو بيا هم څېړنو ثابته کړې چې ممپلي کولیسټرول او د وینې فشار تنظیموي.

۳. څیړنو ثابته کړې چې ممپلي د سرطان ضد دی، یعنې د سرطان مخینوی کوي.

۴. د شکر ناروغۍ لرونکي کسان هم کولی شي له ممپلي نه استفاده وکړي، ځکه دا د شکر ضد ځانګړنې لري.

۵. ممپلي د اضافي وزن په کمولو کې ډېره زياته مرسته کوي. د وزن کمولو معنا دا نه ده، چې تاسو ډنګروي، بلکې ستاسو وزن نارمل حالت ته راولي.

۶. دغه خواړه له انرژي څخه ډک دي او د کمزورۍ او کم خونۍ مخنیوی کوي. د روغتیا پوهانو په وینا کمزورو او کم خونه خلکو ته په کار ده، چې ممپلي وخوري.

۷. په ممپلو کې شته مواد د هډوکو او غاښونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. هغه لویان او ماشومان چې د هډوکو یا د غاښونو له درد نه شکایت لري ممپلي ورته ګټور کیدای شي.

۸. په یو شمیر خلکو د زړه حمله راځي، هغوی ته هم د ممپلو خوړل ګټه لري. د روغتیا پوهانو په وینا ممپلي خوړل د زړه د ناروغۍ حمله کموي. همداراز د ممپلي خوړل کولی شي د زړه ټوپونه یا ضربان منظم کړي.

۹. هغه کسان چې زړښت او بوډاتوب نه غواړي، نو ممپلي دې وخوري. ځکه ممپلي په خپل ترکیب کې ګټور ویټامینونه، پروټینونه او نور مواد لري، چې د بې وخته زړښت په مخینوي کې مرسته کوي.

۱۰. ممپلي په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه د (E) او (B3) ویټامینونه لري؛ نو که دا دوه ویټامینونه غواړئ، بس ممپلي وخورئ.

یادونه: اکثره خلک داسې فکر کوي چې ممپلي به روغتيا ته تاوان ورسوي، چې دا د هغوی خپل او غلط نظر دی. معلومه خبره ده چې هر خوراک له اندازې زیات وخوړل شي، نو د ګټو پر ځای به درته زیان رسوي.

سرچینه: پښتو بهیر