روغتیا

تازه میوه باید څه وخت وخورو؟

هر خوراک چې له اندازې ډیر شي نو  د ګټې پر ځای تاوان لري، نو په دې اساس میوه هم یو له هغو خوړو څخه ده، چې ډیر استعمال یې په بدن کې د ګډوډیو لامل ګرځي.

نوې څیړنې ښودلې، که غواړئ ځوان پاتې شئ او سالم مغز ولرئ نو میوې او سبزي وخورئ. د څیړونکو په وینا هغه کسان چې د ورځې پنځه وخته په منظم ډول میوه خوري د هغو کسانو په نسبت چې میوه نه خوري قوي او سالم مغز لري.

د روغتیايي څيړنو په وینا هغه کسان چې د سګریټو په ناوړه عمل مبتلا دي، نو ددغه شر څخه د خلاصون او پریښودو اسانه او ساده لار د میوو استعمال دی.

په انګلستان کې یوې څيړنې ښودلې ده، هغو کسانو چې په کافي اندازه یې میوې او سبزي خوړلي، د نورو په پرتله پياوړي، روغ، ځوان او خوښ ښکاریدل، برعکس هغو کسان چې میوه او سبزي یې کمه کاروله، له وخت مخکې یې مخ ګونځې کړې وې او زاړه ښکاریدل.

د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول میوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او تل مو سختو کارونو ته په ښه توګه اماده کوي. په منظم ډول د میوې خوړلو مفهوم دا دی چې باید د ټولې ورځې میوه په یو وار ونه خوړل شي. ځکه چې بیا یې د ګټې نه تاوان ډیریږي.

هر کله چې مو ډوډۍ وخوړه نو سمدلاسه ورپسې میوه مه خورئ ځکه پدې وخت کې معده ډکه وي، چې پدې وخت کې د میوې خوړل د ګټې پر ځای تاوان لري. د روغتیا پوهانو په وینا که چیرې د ډوډۍ نه ۱ یا ۲ ساعته وروسته میوه وخوړل شي نو بهتره به وي.

 د انسان بدن د ډوډۍ نه وروسته خوږو ته هم اړتیا لري، نو ددې لپاره چې هم یې په معده فشار نه وي راوستی نو ښه دا ده چې د میوو مربا وخورئ.

The post تازه میوه باید څه وخت وخورو؟ appeared first on پښتو بهیر ستاسو بریا او پرمختګ .

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this:
/* ]]> */